Documento - Afganistán: La población civil es la más castigada por el aumento de atentados suicidas
د بخښنې نړیوال سازمان
عامه اعلامیه
د بخښنې نړیوال سازماناندکس:ASA 11/006/2008 (عامه)
نیټه: د ۲۰۰۸ کال د جون ۵
افغانستان: ملکي خلک د مخ پر زیاتیدو ځان مرګو بریدونو لخوا ځپل کیږي
دځان مرګو بریدونو زيادښت:
د بخښنې نړیوال سازمان انديښنه لري چې د ۲۰۰۸ كال لومړیوڅو مياشتو کې په افغانستان كې دهغو ملكي خلكو شميره چې دطالبانو او د حکومت مخالفو نورو وسلو والو ډلو د بریدونو له امله وژل کیږي، زیاته پورته تللې ده. د بخښنې نړېوال سازمان خاصه انديښنه لري چې وسلوالې ډلې چې د افغانستان د حكومت او د هغه د نړېوالو ملاتړکونکو پر ضد يې په څرګنده توګه ځان وژونكي بمې بريدونه زيات كړي په نامتجانسډول ملكې خلكو ته زيات زيانونه رسوي.
سم ظريفي د بخښنې نړیوال دسازمان د آسيايي برخې مشر وويل، "افغان ملكي وګړي د ځان وژونکو د بريدونو هغه كړاوونه ګالي چې د طالبانو اونورو وسلوالو ډلو لخوا ترسره كيږي. دغه بې رحمانه حملې پرته له دې چې دملكي وګړو ژوند په پام كې ونيول شي ترسره كيږي چې د بې ګناه اومعصومو ماشومانو د مړینې سبب كيږي نو لدې کبله دهغو ميندو اوپلرونو اوزيات شمير خپلوانو اواقاربو لپاره د ناپايه رنځ اوكړاو لامل ګرځي."
د ۲۰۰۷ کال د لومړیو۲۰ ځان وژونکو بریدونو په پرتله په کوم کې چې ۲۰ تنه ملکي کسان وژل شوی وه طالبان اونورې ډلې اوله هغه جملې د حكمتيار اسلامي ګوند لږ تر لږه ۱۲۰ غير پوځي كسان په شلو ځانګړو حملو كې چې په ۲۰۰۸ كال كې ترسره شوي، وژلي دي.
دغه شمیرې په ځان وژونکو بریدونو کې څرګند زيادښت ښیي، په ۲۰۰۷ كال كې دځان وژنې۱۶۰ حملې او۸۶ دبم ايښودلو پيښې ترسره شوې اوهمدارنګه په ۲۰۰۶ كال كې د ځان وژنې۱۲۳ حملې او۱۷ د بم ايښودلو حملې ترسره شوي دي. طالبانو اكثراً د ځان وژونكو حملو مسئوليت په غاړه اخيستى خو په هغو حملو كې چې د وګړو په ځانګړې توګه دغير پوځي كسانو د مرګ شمير زيات وو د هغو د مسئوليت له منلو يې انكار كړى دى.
د ۲۰۰۸ كال په مارچ كې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد "دبهرنيو اشغالګرو ځواكونو اوافغان نوكرانو پر ضد د اوړي په فصل د لازیاتو بریدونو ګواښ وکړ" او هم ګواښ یې وکړ چې دغه کال به تر ټولو خونړی کال وي.
ملكي وګړي په خطر كې
د دولت د مخالفو ډلو لخوا ځان وژونكي حملې د ملكي وګړو د تلفاتو د زيادښت سبب كيږي څرنګه چې ملكي وګړي اوغير پوځي ساحې لكه بازارونه او جوماتونه په قصدي توګه هدف نيول كيږي اويا دا چې حمله كوونكى نه شي كولى اويا نه غواړي د پوځي اوغير پوځي وګړو تر منځ توپير وكړي.
دغه بریدونه د بشرپالنې نړيوال قانون له موادو څخه چې د ملكې وګړو په نښه کول او د پوځي اوغير پوځي هدفونو تر منځ توپير کې پاتې راتلل منع کوي، سرغړونه بلل کیږي. د افغانستان په جګړه كې ټولې ښكيلې ډلې باید د ژنيو د۱۹۴۹ كال کنوانسیون دريمه ماده چې د نا نړيوالو وسلوالو نښتو په باره كې دى٬ او د نړېوالې جنايي محكمې د روم منشور مقررات چې افغانستان یې هم یو غړی دی، ومني.
دځان مرګو بریدونو جدې خطر په ځانګړې توګه هغه كسانو لپاره چې د سپر په توګه ترې كار اخلي، مخامخ دي. دا د دې په خاطر چې برید كوونكى ځان د ملكي خلكو په څير جوړوي اويا دغير پوځي خلكو په منځ كې ځان پټوي چې پدې توګه توپیر یې له ملکي وګرو څخه ستونزمن دی. نو د نړيوالو قوانينو څخه زياتيدونكى سرغړاوى د قصدي اوخاينانه اعمالو سره دغير پوځي خلكو څخه د بدل اخيستلو خطر هم ورسره زياتيږي.
سم ظریفي وویل، "د هوا په توديدو سره افغانان د لازیاتو خطراتو سره مخامخ كيږي. تر اوسه پورې روان كال د ملكي خلكو لپاره ډېر ناوړه كال دی. دافغانستان په شخړې كې ټول ښكیل اړخونه لکه دامريكې متحده ايالات،د ناتو ځواکونه اود افغانستان وسلوال ځواكونه دنړيوال قانون له مخې دنده لري چې د غير پوځي او ملكې خلكو ساتنه وكړي. په جګړه كې ټولې ښكیلې خواوې بايد خپلې ستراتيژي ته بدلون وركړي اوجګړه د غير پوځي سيمو او ګڼ ميشتو سيمو څخه لرې وساتي."
په ۲۰۰۸ كال كې ځان مرګي بريدونه:
په ۲۰۰۸ كال كې د دولت د مخالفو وسلوالو ځواكونو لخوا د لاندنیو مهمو ځان مرګوبرېدونورپوټ وركړل شوی ده:
په قصدي توګه دغير پوځيانو په نښه کول: داپريل په ۱۷ نيټه يو بمي ځان وژونكي د افغانستان په جنوب لويديز نيمروز ولايت كې د يوې ګڼې ګوڼې څخه په ډك بازار كې ځان والوزاوه چې په پایله کې یې د دوه لوړپولو پولیسو په ګډون ۲۳ تنه ووژلاو د ښځو اوماشومانو په ګډون يې ۲۵ تنه ټپيان كړل. روښانه نه شوه چې دا برید كومې ډلې ترسره كړل.
پرته له توپیر څخه برید: دمارچ په ۳۱ نيټه په كابل كې رپوټ وركړل شو چې لږ ترلږه شپږ تنه ملكې افغانان او نږدې ۳۵ تنه غير پوځي خلك د موټربم په حمله كې چې نښه يې هوايي ډګر ته نږدې امريكايي ځواکونه وو٬ ټپيان شول.
پرته له توپیر څخه برید: د فبروري په ۱۸ نيټه يو ځان وژونكي موټر په سپين بولدك كې چې د پاكستان پولې ته نږدې دكندهار يوه ولسوالي ده اوهدف يې كانادايي ځواکونه وو ۳۵ تنه غير پوځي كسان مړه اونور ۲۷ تنه يې ټپيان شول. په دغه حمله كې ۳ تنه كانادايي سرتیري ټپيان شول. طالبانو د دغه حملې مسئوليت په غاړه واخيست خو دغير پوځي وګړو له وژل كيدو يې انكار وكړ.
پرته له توپیر څخه برید: د فبروري په ۱۷ نيټه يوه ځان وژونكي چې ځان يې د كندهار ولايت لويديز په ارغنداب يوې ګڼې ګوڼې څخه ډك ځاى ته چې نږدې ۵۰۰ تنه په كې راټول وه او د سپو دجنګ ننداره یې كوله ځان والوزاوه. د كندهار د والي اسدالله خالد په ویناپه دې پيښه كې نږدې۷۰ تنه مړه او یو زيات شمير ټپيان شول. طالبانو د دې حملې مسئوليت په غاړه وانخيست خو دافغانستان حکومت يوه لوړپولې مقام وويل چې دځان وژونكي هدف عبدالحكيم جان د كندهار د کومکي پوليسو او د طالب اورپکو ضد د مليشو قوماندان وه چې هغه هم په دغه برید كې ووژل شو.
په قصدي توګه دغير پوځيانو په نښه کول: دجنوري په ۲۱ نيټه د هلمند ولايت مركز په لښكرګاه ښار كې يوه ځان وژونكي ځان په جومات كې والوزاوه چې دهغه په سبب د والي مرستيال حاجي پير محمد اونور پنځه تنه ووژل شول. همدارنګه د ۱۸ تنو په ګډون چې يو څلور كلن ماشوم هم په كې وو، ټپيان شول.
په قصدي توګه دغير پوځيانو په نښه کول: دجنوري په ۱۴ نيټه د طالبانو جنګيالي چې د ملي امنيت د ځواكونو يونيفورم يې په غاړه وو٬ په كابل كې د سرينا په هوټل يې حمله وكړه. هغو په دغه حمله كې له ټوپكو اوڅوبمي ځان وژونكو څخه كار واخيست چې په پایله کې یې د افغانو اوبهرنيو اتباعو په ګډون اته تنه مړه اونه تنه ټپيان شول. د ناروې د بهرنيو چارو وزير یوناس ګار ستوير چې هم په هوټل كې اوسيده زيان ونه ليده.
ټول ښكيل اړخونه بايد دغير پوځي وګړو ساتنه وكړي
په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو د امنيتي دفتر (ANSO) دڅرګندونو له مخې په مجموعي توګه ۴۶۳ تنه ملكې وګړي د وسلوالو نښتو په ترڅ كې د ۲۰۰۸ كال په لومړيو درېو مياشتو كې مړه شوي دي چې د دې كال په پرتلهد ۲۰۰۷ كالپه ورته موده کې ۲۶۴ تنه وژل شوي وو.
د غیر قضایی او صحرایی محاکمو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان خاص راپورتر فلپ الستون د مې په لومړيو كې افغانستان ته سفر درلود. هغه د مى په ۱۵ نيټه په خپل لومړي رپورټ کي وويل چې د ۲۰۰۸ كال په لومړيو څلورو مياشتو كې ۳۰۰ تنه ملكي وګړي د طالبانو اونورو وسلوالو ډلو لخوا اوهمدارنګه ۲۰۰ تنه غير پوځي كسان د نړيوالو او افغان ځواكونو د ګډو عملياتو په ترڅ كې وژل شوي دي.
دا ستونزمنه ده چې په افغانستان كې د وژل شويو ملكي خلكو دقيقه شميره ترلاسه كړو خو اوسنی سند نه غواړي چې دقيقه شميره وړاندي كړي. خو غواړي د ملكي وګړو پر ضد پر له پسې تيري چې په شخړه كې دټولو ښكيلو وسلوالو خواوو دافغان ځواكونو په ګډون دنړيوالو ځواكونو لخوا طالبانو اونورو وسلوالو ډلو لخوا تر سره كيږي، روښانه کړي.
په افغانستان كې دامريکی د متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندې دځواكونو وياند وويل چې د وژل شويو ملكي وګړو بشپړ شمير چې دهغوئ دځواکونو لخوا وژل شوي دي ورسره نشته. خو افغان اونړيوال خپلواك څاروونكي انديښنه لري چې په افغانستان كې د ميشتو نړيوالو ځواكونو لخوا د وژل شويو ملكي وګړو شمير بې شميره دى. د بې، بې، سي د مى د پنحمي نيټې د رپوټ له مخې ناتو اونړيوال امنیتي ځواكونه (ایساف) په رسمي توګه په همدې موده كې یوازې د څلورو تنوملكي وګړو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
دنړيوالو ځواكونو لخوا د ملكي كسانو وژل د افغانانو د پرله پسې كركې سبب شوي دي. په اپريل كې كله چې ۳۳ تنه ملكي وګړي د نورستان په ولايت كې دنړيوالو او افغان ځواكونو په ګډوعملياتو كې ووژل شول د افغانستان ولسمشر حامد كرزى بيا هم له بهرنيو ځواكونو څخه وغوښتل چې د پوځي عملياتو په لړ كې د ملكي خلكو د ساتنې په اړوند زياته پاملرنه وكړي.
په دې برخه كې د بخښنې نړيوال سازمان يو وار بيا په افغانستان كې ټولو پوځي ځواكونو ته يادونه كوي چې دوى بايد په ټولوامكاناتو سره پوځي اوملكي وګړي سره جلا وپيژني اوهڅه وكړي چې دملكي وګړو دساتنې او دهغوی د شتمنيو دساتنې په برخه كې زياته هڅه وكړي. ټول هغه كسان چې په شخړو كې فعاله ونډه نه لري له استثنأ پرته بايد له هغویسره په انساني توګه چلند وكړي. وژل٬ ظالمانه اوغير انساني چلند او د انسان په شخصيت باندى تيرى په مشخص ډول له سپكاوى ډك اوناوړه چلند د ژنيو د تړون د اساسي مقررې او د بشري حقونو د قانون دمعيارونو له مخې منع دي.
په افغانستان كې طالبان اونورې وسلوالې ډلې بايد د ملكې وګړو اوغير پوځي سيمو پر ضد ظالمانه حملې ودروي. دغير پوځي وګړو٬ ښوونكو٬ ښوونځيو د زده كوونكو٬ د دولت د مامورينو اومرستندويه كاركوونكو پر ضد خپلې حملې ودروي.
سم ظریفي وویل، "دبخښنې نړيوال سازمان له ټولو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه كوي چې دغير پوځي وګړو پر ضد سيده ظالمانه حملې اونورې داسې حملې چې د بشري حقونو څخه دسرغړوني سبب كيږي، وغندي. طالبان او د دولت نورې مخالفې ډلې بايد داسې ډول حملې منع اوخپلو افرادو ته لارښوونه وكړي چې په ټولو مواردو كې له داسې اعمالو څخه ډډه وكړي."
دنورو معلوماتو لپاره د بخښنې د نړيوال سازمان مخكنيو رپوټونو ته کتنه وكړې:
افغانستان: ټول هغوی چېدوستان ندي، دښمنان دي: له ملکيخلکو څخه د طالبانو ناوره ګټه اخیستنه(دبخښنې د نړيوال سازماناندکس ASA 11/001/2007)
http://www.amnesty.org/en/library/info/ASA11/001/2007/en
افغانستان: د ملکيوګړو د تلفاتو زیاتیدل – ټولی خواوېباید د ملکيوګړوساتنېلپاره زیار وباسي(دبخښنې د نړيوال سازماناندکسASA 11/006/2007)
http://www.amnesty.org/en/library/info/ASA11/006/2007/en
افغانستان: د ملکيوګړوپه وړاندېد طالبانو د بریدونو زیاتیدل او سیستماتیک کیدل (دبخښنې د نړيوال سازماناندکسASA 11/002/2007)
http://www.amnesty.org/en/library/info/ASA11/002/2007/en
عامه سند
****************************************
International Secretariat, Amnesty International, 1 Easton St., London WC1X 0DW, UK